زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-25  |  2024-05-04  |  تازه شوی په: 2024/05/04 - 05:09:0 FA | AR | PS | EN
هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي             محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل             په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی             واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي             ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې             روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي             د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه             جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی             یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني             یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې             په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسينو څلور ورځنۍ کمپاين پيل شو             د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی             د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي             په جلال‌اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي             پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ‘پي‌ او آر’ کارتونو وغځول شوه            

تاريخ النشر: 2023/10/07 - 04:57:2
زيارة: 263
مشاركة مع الـأصدقاء

کندهار کې د یو شمېر تاریخي ځایونو د بیا رغوونې چارې پیل شوې
کندهار کې د یو شمېر تاریخي ځایونو د بیا رغوونې چارې پیل شوې

کندهار کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو تاریخي آبدو د ترمیم چارې پيل شوې

د ميرويس خان نيکه او احمدشاه بابا د زيارتونو د ګنبدو ترڅنګ د احمد شاه بابا د کور او په سپين بولدک ولسوالۍ کې د احمدشاهي حوض د رغوني چارې پیل شوې.

د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخوا وايي چي  پر دغه څلورو ابدو شاوخوا ۲۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې ۲۲ میلیونه د وزارت او پاتې نورې د موسسو له لوري ورکول کېږي.

«زموږ هڅه دا ده چې د دا ډول تاریخي ابداتو ساتنه او پالنه وشي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولين وايي چې  د کندهار تر څنګ په غزني، هرات او ځینو نورو ولایتونو کې هم د تاریخي ابداتو د ترمیم چارې روانې دي. د دوی په خبره، له دې کار سره به هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ لا زیات شي، چې ګټه یې بېرته افغانستان ته رسیږي.

د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي انعام الله سمنګاني وايي چي  د داخلي سېلانیانو ترڅنګ د اسلامي امارت له راتګ سره کندهار ته د بهرنیو سېلانیانو راتګ خورا ډېر چې د دغو ځایونو په رغوولو سره به نور هم ډېر شي.

«تمه شته چې دا کارونه په سم ډ،ل سرته ورسیږي او په راتلونکي کې هم د دغسې ځایونو رغېدل زیات شي.»

بل خوا د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد صدیق مهمند بیا د سوداګرو په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه چې د احمدشاه بابا د کور شاوخوا دې چمن کړل شي.

 «زه له وزارت څخه یوه غوښتنه لرم چې د احمدشاه بابا د کور شاوخوا پارک جوړ کړي او دغه راز د سیلانیانو لپاره باید دلته یو هوټل هم جوړ شي»

د یادونې وړ ده چې په کندهار کې په تېرو کلونو کې د تاریخي ابداتو د ترمیم چارې څو ځله پيل شوي خو نیمګړي پاتې شوې.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27524






*
*

*



قرأ

هغه سندرغاړې چې تر ۳۰ زره ډېرې سندرې یې وویلې


د طالبانو لخوا « د ممنوعه کتابونو» لېست جوړ شوی


د هندي سینما په یوه نوي فلم کې د افغان لوبغاړي مرکزي رول


ننګرهار کې میمله باغ او د وزیرګل محمد خان کلا رغول کیږي


دارالامان ماڼۍ نن د عامو سیلانیانو پر مخ پرانیستل کیږي


سونیتا علیزاده د فرانسې د سولې نوښت د “آزادۍ جایزه” خپله کړه





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان